زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/03/31 - 02:40:0
زيارة: 268
مشاركة مع الـأصدقاء

د غور د ۱۷ کلنې نجلۍ په وړلو کې ښکېل طالبان
 د غور د ۱۷ کلنې نجلۍ په وړلو کې ښکېل طالبان

انصار: ( د وری 12مه)، افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته په یوه غږیز پیغام کې تائید کړې، چې په غور ولایت کې طالب سرتېرو په یوه کورنۍ شخړه کې ځانونه ښکېل کړي او لاسوهنه یې کړې ده.

تېره اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې ښيي وسله وال سړي یوه جینۍ په زور له کوره راباسي او له ځانه سره یې وړي.

د طالبانو ویاند په دې پیغام کې وايي: د دوو کورنیو ترمنځ جګړه وه، او څو امنیتي سرتېرو طالبانو پرته له دې، چې قضايي ارګانونو ته خبر ورکړي، هلته مداخله کړې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې دغه سرتېري پوځي محکمې ته سپارل شوي او تر څېړنو لاندې دي.

ویل کېږي، چې دا پېښه د افغانستان په لوېدیځ کې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په نورک کلي کې شوې ده.

ښاغلي مجاهد د هغو سیمه ییزو چارواکو نومونه وانه خیستل، چې په دې کار کې لاس لري، خو په ټولنیزو شبکو کې د خلکو له خولې ویل شوي چې د خیرالله خیرخواه، عبدالحمید خالد، محمد مشفق او توحیدي په ګډون د طالبانو ټول سیمه ییز چارواکي په کې ښکېل دي.

یوه ځايي اوسېدونکي، چې پېښه یې له نږدې لیدلې، بي بي سي ته ویلی، په پېښه کې ولسوال، امنیتي مسول او د طالبانو د پولیسو مسول ښکېل وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته ویلي، دا پېښه د زوم او خسر ترمنځ د ولور په پیسو رامنځته شوې ده.

ښاغلی قانع زیاتوي د جینۍ پلار د پاتې پيسو د تر لاسه کولو لپاره خپلې لور ته اجازه نه ورکوله چې د مېړه کور ته لاړه شي، او له همدې ځایه شخړه پیل شوې ده.

د یادو کسانو په خبره، دا ۱۷ کلنه جینۍ د طالبانو سیمه ییز غړي شاولي خان ته په زوره نکاح شوې ده. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا خبره رد کړې ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30864






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم